د چين پلاوي د ملګرو ملتونو له سرمنشي سره لېدنه کړې
CMG2022/11/09 15:14:20
شريکول:

د ملګرو ملتونو د اقليمي بدلون چوکاټي تړون د لاسليک کوونکو ۲۷مه غونډه اوس د مصر په شرم الشيخ کې روانه ده.

 د چين د دولت رئيس شي جين پينګ ځانګړي استازي او د اقليمي بدلون په چارو کې د چين ځانګړي استازي شي جن هوا او د چيني پلاوي مشر او د چين د ايکلوژيکي چاپيريال مرستيال وزير جاو ينګ مين د نومبر په ۸مه نېټه د ملګرو ملتونو له سرمنشي انټونيو ګوټريش سره کتلي دي.

ګوټريش په خپلو خبرو کې د چين د زرغون بدلون چټکتيا او عملي تدبيرونه ستايلي او د بيا کارېدونکې انرژۍ په برخه کې يې د چين هڅې مهمې او اړينې بللې دي.

نوموړي هيله ښودلې، چې د چين پلاوی د ملګرو ملتونو د اقليمي بدلون چوکاټي تړون د لاسليک کوونکو د ۲۷مې غونډې په ترڅ کې خپلې اغېزې وښيي، له بېلا بېلو خواوو سره د نظر تبادلې او مشورې پياوړې کړي او د اقليمي بدلون پر وړاندې د نړيوال غبرګون په برخه کې د چين کوښښونه معرفي کړي.

چيني پلاوي او د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوټرېش د اقليمي بدلون له اغېزو سره د ژوند برابرولو او اړوند پولي او تخنيکي ملاتړ په اړه د پرمختيايي هېوادونو د اوږدمهاله اندېښنو په اړه هم د نظرونو تبادله کړې دي.

(مينه)