په شانګهای کې د چین د نفتو د نړيوالې سوداګرۍ غونډه ترسره شوه
CMG2022/11/09 11:39:46
شريکول:

د چین د نفتو د نړيوالې سوداګرۍ ۱۱مه غونډه د نومبر په ۸مه او ۹مه نېټه په شانګهای کې ترسره شوه. ياده غونډه د چين د نړیوال وارداتي نندارتون یو مهم فرعي فعالیت بلل کيږي.

د مالوماتو له مخې، دغه غونډه په دغه سرليک (د نفتو او طبيعي ګازو د نړیوالې سوداګرۍ او همکارۍ د ژورتیا له لارې د اقتصاد او ټولنې د باکیفیته پرمختګ هڅونه) په انلاین او حضوري ډول ترسره شوې ده.

په دغې غونډې کې د نړۍ د ۱۴ هېوادونو او سیمو د نفتو د مشهورو شرکتونو، د سوداګرۍ او هوايي او سمندري ټرانسپورټي شرکتونو، د پولي او مشورتي ارګانونو او علمي څېړنیزو ادارو نږدې ۵۰۰ تنو استازو ګډون کړی و.

(هیله)