چین: پرمختللي هېوادونه باید د اقليمي بدلون ضد د پانګو زياتولو مناسب پلانونه جوړ کړي
CMG2022/11/09 11:35:57
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ ځانګړي استازي او د اقلیمي بدلون ضد د مبارزې په چارو کې د چين د دولت ځانګړي استازي شې جن هوا د نومبر په ۸مه نېټه د اقلیمي بدلون ضد د ملګرو ملتونو د مبارزې  تړون د بنسټ ايښودونکو د ۲۷مې (COP27)غونډې په سرمشریزې کې وویل، چې پرمختللي هېوادونه باید ژر خپله هغه ژمنه پوره کړي، چې له مخې يې هر کال به د اقليمي بدلون د اغېزو په مقابل کې د ژوند برابرولو په پار له پرمختیايي هېوادونو سره د سل میلیارډو ډالرو مرستې کوي.

نوموړي ويلي، پرمختللي هېوادونه باید د پانګې د یو چند زیاتېدو له مخې مناسب پلانونه وټاکي او له پرمختیايي هېوادونو سره باید متقابل باور او عملي توان پياوړی کړي. 

شې جن هوا وويل، انسانان د اقلیمي بدلون پر وړاندې ګډ پرمختګ شريکوي او هيله يې وښوده، چې د کوپ ۲۷مې(COP27)غونډې کې به د بېلا بېلو خواوو د موافقې تطبيق وهڅول شي.

نوموړي زياته کړه، پرمختللي هېوادونه باید تر پرمختیايي هېوادونو مخکې د کاربن ایستلو اندازې د کمولو لپاره اغېزمن تدبیرونه ونیسي او د کاربن دوه اکسايدو د خنثی کولو وخت باید وټاکي او د اقلیمي بدلون له اغېزو سره د ژوند برابرونې او له پرمختیايي هېوادونو سره د اړوندې مرستې په مسئلو کې باید عملي بریالیتوبونه تر لاسه کړي.

(هیله)