د اټومي انرژۍ نړيواله اېجنسي: د فوکوشيما د ککړو اوبو د ايستلو پلان څارو
CMG2022/11/10 10:55:42
شريکول:

د اټومي انرژۍ نړيوالې اېجنسۍ د نومبر په ۹مه نېټه ويلي، چې د نړيوال خونديتوب له اړوند معيار سره سم به د جاپان د فوکوشيما اټومي بټۍ د ککړو اوبو د ايستلو پلان وڅاري او کاري ډله به يې د روانې مياشتې له ۱۴مې نېټې څخه تر ۱۸مې نېټې پورې تخنيکي چمتوالی ونیسي او د جاپان د فوکوشيما اټومي بټۍ د ککړو اوبو د ايستلو پلان د خونديتوب په اړه به څارنه وکړي.

د اټومي انرژۍ نړيوالې اېجنسۍ  ويلي، چې ياده کاري ډله به يې په پلازمېنې توکيو کې له جاپاني چارواکو سره وګوري او د ککړو اوبو د ايستلو تاسيساتو د جوړولو بهير به وڅاري او هم به د فوکوشيما اټومي بټۍ څخه لیدنه وکړي.

د مالوماتو له مخې، د اټومي انرژۍ نړيوالې اېجنسي کارپوهان اوسمهال په جاپان کې د فوکوشيما اټومي بټۍ شاوخوا سمندري اوبو، د سمندر تل او د کبانو د نمونو څارنه کوي.

(مينه)