لي که چيانګ د کمبوډيا له لومړي وزير هون سين سره وکتل
CMG2022/11/10 10:54:49
شريکول:

د چين لومړي وزير لي که چيانګ د نومبر په ۹مه نېټه د کمبوډيا په پلازمينې پنوم پن کې د دغه هېواد له لومړي وزير هون سين سره کتلي او په يو لړ مسئلو ورسره غږيدلی دی.

لي که چيانګ له کمبوډيايي سیال سره په خپلو خبرو کې ويلي، چې د نړۍ لوی او کوچني هېوادونه يو شان حقونه او مساوي مقامونه لري او چين د کمبوډيا ملاتړ کوي، چې د خپل وضعيت له مخې د پرمختګ مناسبه لار غوره کړي او په نړيوالو او سيمه ييزو چارو کې مهم رول ولوبوي.

نوموړي هيله ښودلې، چې چين او کمبوډيا لوړ پوړی تګ راتګ زيات کړي، د مرکزي ګټو او مهمو مسئلو په برخو کې يو د بل ملاتړ او خپلمنځي اړيکو ته پرمختګ ورکړي او د دواړو هېوادونو خلکو ته ګټې ورسوي.

هون سين ويلي، چې کمبوډيا او چين ملګري هېوادونه دي او هېواد يې د يو چين پېژندنې پر اصل ټینګار او د خپلمنځي ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ ملاتړ کوي.

نوموړي هيله ښودلې، چې کمبوډيا او چين د سوداګرۍ، پانګونې، کرنيزو چارو، بنسټيزو تاسيساتو او کلتور په برخو کې همکارۍ زياتې کړي او تر څو اړخيز چوکاټ لاندې خپلمنځي همغږي پياوړې او اړيکې لا ټينګې کړي.