د جرمني د حکومت يوې مهمې اقتصادي مشورتي ادارې( د اقتصادي کارپوهانو کمېټه) د نومبر په ۹مه نېټه د ۲۰۲۲م کال کاري راپور خپور کړی او پکې يې ويلي، چې په جرمني کې د انرژۍ د لګښتونو لوړوالي پر خلکو او شرکتونو ستر فشارونه اچولي او له همدې امله ښايي په راتلونکي کال کې د دغه هېواد د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت ۰.۲ سلنه کم شي.
دغې کميټې په عين وخت کې دا احتمال هم کړی، چې راتلونکي کال کې به د جرمني د انفلاسيون اندازه په۷.۴ سلنه وساتل شي.
يادې کمیټې ویلي، که په جرمني کې د ګازو کمښت دوام ومومي، نو ممکن دغه هېواد له سخت اقتصادي شاتګ او حتی لا لوړ انفلاسیون سره مخامخ شي.
د جرمني د فډرالي احصایې دفتر لومړني معلومات ښيي، چې په تېر اکتوبر کې د دغه هېواد د انفلاسیون کچه ۱۰.۴ سلنې ته رسیدلې او دا يې د ۲۰مې پېړۍ د پنځمې لسیزې له پیل راهیسې تر ټولو لوړه کچه بللې ده.
(ژباړه: شکريه)