پاکستان: پرمختللي هېوادونه باید خپلې ژمنې پوره کړي
CMG2022/11/10 15:12:41
شريکول:

  د  مصر په شرم الشيخ کې د ملګرو ملتونو د چوکاټي تړون د لاسليک کوونکو يا د کوپ (COP27) د اقليمي بدلون ۲۷مه غونډه روانه ده.

د پاکستان د پارلمان غړې او د اقليمي بدلون په چارو کې د دغه هېواد د پارلمان د دارالانشا سکرترې ناز بلوچ په دغه غونډه کې له پرمختللو هېوادونو څخه غوښتي، چې ډېر ژر د اقليمي بدلون ضد د پيسو د راغونډولو ژمنې پلې کړي او د اقليمي بدلون ضد مبارزې په برخه کې باید د پرمختيايي هېوادونو ملاتړ وکړي.

په يادې غونډې کې په پاکستان کې سږنيو سيلابونو او زيانونو ته هم څو ځلې اشاره شوې ده.

ناز بلوچ ويلي، چې د پاکستان د کاربن دوه اکسايدو ايستنې اندازه د ګردې نړۍ په عمومي اندازه کې يوازې ۱ سلنه  نیسي، خو دغه هېواد د اقليمي بدلون له امله سخت ځپل شوی او دغه وضعيت يې (( ډېر غېر مناسب )) بللی دی.

ناز بلوچ ويلي، چې پرمختللو هېوادونو تر اوسه هغه ژمنه نه ده پوره کړې، چې هر کال به د اقليمي بدلون ضد مبارزې لپاره ۱۰۰ ميليارډه امريکايي ډالره برابروي. نوموړې هيله ښودلې، چې پرمختللي هېوادونه خپلې ژمنې پوره کړي او د اقليمي بدلون ضد مبارزې په برخه کې د پرمختيايي هېوادونو ملاتړ وکړي.