رسیپ تړون د سیمې او حتی د نړۍ اقتصادي احیا لپاره پیاوړی هڅوونکی رول لوبوي
CMG2022/11/10 15:17:26
شريکول:

د چین پنځمه دوره نړیوال وارداتي نندارتون نن په شانګهای کې پای ته رسېږي. سږنی نندارتون د سیمې د هراړخیزو اقتصادي همکاریزو اړیکو تړون یانې (RCEP)رسیپ تړون تر نافذېدو وروسته ورته لومړۍ دوره ده او د دغه تړون د ډېرو غړو هېوادونو تصدۍ پکې برخه اخلي.

رسیپ تړون د چین، جاپان، کوریا جمهوریت، استرالیا، نوي زیلنډ او د اسیان د لسو هېوادونو په شمول ۱۵ لوريو لخوا جوړ شوی تړون دی. دغه تړون د سږ کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه رسماً نافذ شو او د ډېرو غړو هېوادونو تصدۍ د چین پنځم نړیوال وارداتي نندارتون له لارې د چین لوی بازار ته لاسرسی لري.

د تړون غړی هېواد(تایلند) له اوږدې مودې راهیسې له چین سره دوستانه اړیکې ساتلې. د تایلند خوراکي توکي، کرنیز محصولات او مېوې د چیني مشتریانو ډېر خوښېږي. په شانګهای کې د تایلند د عمومي قونسلګرۍ سوداګریز قونسل اغلې جوان ایلند وویل، رسيپ په ګردې نړۍ کې د ازادې سوداګرۍ تر ټولو لوی تړون ګڼل کېږي او تر رسمي نافذېدو وروسته تر ډېرې اندازې پورې د تایلند او چین او نورو غړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې همکارۍ يې هڅولې او په عین وخت کې د سوداګریزو خنډونو د له منځه وړلو، د ازادې پانګونې چاپېریال د بشپړولو او د خدماتي سوداګرۍ د پراخولو او د سیمه ييز اقتصاد د پيوستون لپاره يې مهم خدمتونه ترسره کړي دي.

نوموړې وویل، رسیپ د تایلند لپاره یو مهم سوداګریز تړون دی، هغه سوداګریز خنډونه کم کړي، د فعال سوداګریز چاپېریال د جوړولو لپاره يې ګټور رول لوبولی. بازار ته د توکو د ننوتلو پر اجازې سربېره، په رسیپ کې ټاکل شوي د توکو د اصلي تولید اصول د سیمه ییزې عرضې د ځنځیر تنظيم پياوړی کوي. د دغه تړون په پار، سیمه ییز اصول سپېڅلتيا او توحيد لري، او د وړاندوینې وړ دي.

د تایلند د سوداګرۍ وزارت د شمېرنې له مخې، رسیپ تړون د سږ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې نافذ شو او د روان کال په لومړۍ نیمايي کې د تایلند او د رسیپ تړون د لاسلیکوونکو هېوادونو ترمنځ سوداګریز ارزښت ۱۶۹ میلیارډو او ۴۱ میلیونو ډالرو ته رسېدلی او دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۳ سلنه لوړوالی ښودلی.

د رسیپ په نافذېدو سره د تایلند د مېوو بزګرانو ته هم ډېرې ګټې رسولې دي. د تایلند د مېوې سوداګر چې د چین په سږني نړیوال وارداتي نندارتون کې ګډون لري، وویل چې د توکو لېږد رالېږد د پخوا په پرتله ډېر چټک شوی، د چین د ګمرکاتو ادارې په ښه اغېزمنتيا سره، چین ته د توکو د صادرولو بهیر ډېر اسان او ګړندی کړی دی. چیني مشتریان په لنډ وخت کې د تایلند تازه مېوو ته لاسرسی لري، موږ د چین او تایلند ترمنځ همکارۍ ستايو.

د نوي زیلند د شيدو شرکت د څېړنې او اکتشاف عمومي مدير رويي واندنک وویل، نوي زیلند لومړی لوېديځ هېواد دی چې له چین سره د ازادې سوداګرۍ تړون يې لاسلیک کړی، اوس چین د نوي زیلند لومړی لوی سوداګریز همکار ګرځېدلی او د چین په بازار کې په سلو کې د ۴۵ برخې شیدي تولیدات له نوي زیلند څخه وارد شوي. سږ کال د رسیپ تړون تر نافذېدو وروسته چین ته زموږ د مایع شیدو ګمرکاتي مالیات صفر ته راټيټ شوي، دا هم زموږ د شرکت او هم د چیني مشتریانو لپاره ډېر ګټور اقدام دی.

د چین د سوداګرۍ وزارت شمېرې ښيي، چې د رسیپ تړون له ۱۴ غړو هېوادونو سره د چین صادرات او واردات د سږ کال په تېرو لسو میاشتو کې په جلا جلا توګه ۸.۴ سلنه زیات شوي. له دې ښکاري چې د دغه تړون تر نافذېدو وروسته د سیمې هېوادونو ته د پام وړ او محسوسې گټې رسېدلې دي.