چين د امريکا له بنديزونو سره ټينګ مخالفت وښود
CMG2022/11/10 10:55:29
شريکول:

سپينې ماڼۍ په دې وروستيو کې ويلي، چې امريکا به پر خپل ملي امنيت، ډيپلوماتيکو تګلارو او اقتصاد د چين د پوځي او صنعتي مرکبو ډلو خطرونو ته په کتو، پر دغه هېواد هغه بنديزونه وغځوي، چې د ټرمپ د حکومت پر مهال پرې لګول شوي دي.

د يادو بنديزونو له مخې، امريکايان د چين له ځواکونو سره اړه لرونکو چيني تصديو کې پانګونه نه شي کولی.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د نومبر په ۹مه نېټه په يوې خبري ناستې کې د يوه خبريال پوښتنې ته په ځواب کې د امريکا له دغې کړنې سره ټينګ مخالفت ښودلی دی.

نوموړي ويلي، چې امريکا بايد د سوداګرۍ قوانينو او بازار ته درناوی وکړي، خپلې تېروتنې باید سمې کړي او له داسې کړنو څخه باید لاس واخلي، چې د نړيوال پولي بازار نظام او د پانګوالو حقه حقونو ته زيانونه رسوي.

جاو لي جيان وويل، چې چين به د چيني تصديو د حقه حقونو د ساتلو لپاره لازم تدبيرونه ونيسي او چيني تصدۍ به د قوانينو له مخې خپلې ګټې وساتي او حکومت به يې تر شا ولاړ وي.