بېجينګ: چين د اقليمي بدلون د مخنيوي په برخه کې فعال ګډون کړی
CMG2022/11/10 14:54:40
شريکول:

د کارپوهانو يوې خپلواکې ډلې، چې د ملګرو ملتونو د اقليمي بدلون د چوکاټي تړون د امضا کوونکو خواوو د ۲۶م او ۲۷م کنفرانسونو د رئيسه هېوادونو په غوښتنه يې اړوندې چارې ترسره کړي، يو راپور خپور کړی دی.

يادې ډلې په دغه راپور کې له نړيوالې ټولنې غوښتي، چې د نړۍ د تودوخې د لوړوالي په مخنيوي کې د پرمختيايي هېوادونو د ګډون او ملاتړ لپاره هر کال ۲ ټریلیون امریکایي ډالره ولګوي.  

د چین د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د نومبر په ۹مه نېټه په يوې نوبتي مطبوعاتي غونډې کې د خبريالانو پوښتنو ته په ځواب کې وويل، چې د اقليمي بدلون اوسنۍ نړيواله پروسه له سختو ننګونو سره مخامخ ده او پرمختيايي هېوادونه يې ستر قربانيان دي.

نوموړي وويل، چې چين تل د اقليمي بدلون د مخنيوي په برخه کې فعال ګډون کړی دی.

جاو لي جيان په اشارې وويل، چې له ۲۰۱۲م کال څخه تر ۲۰۲۱م کال پورې د چين د انرژۍ مصرف د زياتېدو سرعت په اوسط ډول ۳ سلنه و، خو په همدې جريان کې يې د اقتصادي پرمختګ انډول په منځني ډول ۶.۶ سلنې ته رسېدلی دی.

نوموړي زياته کړه، چې د چين د کورنيو توليداتو د عمومي ارزښت په هر واحد کې د کاربن ډای اکسايد د ايستلو اندازه ۳۴.۴ سلنه راټيټه شوې او د انرژۍ د کارولو اندازه يې هم ۲۶.۴ سلنه کمه شوې ده.

(ژباړه: شکريه)