د ملګرو ملتونو سرمنشي د سوريې په شمال لوېديځ کې د حالاتو پر سختېدو اندېښنه ښودلې
CMG2022/11/10 15:01:23
شريکول:

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوتريش د نومبر په ۹مه نېټه د خپل وياند له لارې د سوريې په شمال لوېديځ کې د حالاتو د سختېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

نوموړي د شخړو له ښکېلو خواوو غوښتي، چې د عامو خلکو د ژوند په پار دې زغم وساتي.