په ټوله نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر ۶۳۰۳۸۷۸۵۸ ته رسېدلی
CMG2022/11/10 10:53:55
شريکول:

روغتيا نړيوال سازمان د نومبر په ۹مه نېټه يو لړ تازه شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې د منځنۍ اروپا پر وخت د روانې مياشتې د ۹مې نېټې د مازديګر تر ۵ بجو او ۱۸ دقيقو پورې په ټوله نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر د تېرې ورځې د شمېر په پرتله ۲۱۴ زره او ۵۲۸ زياتوالی ښيي او عمومي شمېر يې ۶۳۰ ميليونه، ۳۸۷ زره او ۸۵۸ ته رسېدلی دی.

د مالوماتو له مخې، په همدې مودې کې د دې وبا له امله ۵۷۱ کسان مړه شوي او د مړينې عمومي شمېر يې ۶ ميليونه، ۵۸۳ زره او ۱۶۳ ته رسېدلی دی.

(مينه)