د چين پنځم نړيوال وارداتي نندارتون نن پای ته رسېږي
CMG2022/11/10 15:37:53
شريکول:

د چين پنځم نړيوال وارداتي نندارتون چې په شانګهای کې روان دی، نن پای ته رسېږي. 

د دغه نندارتون مقدماتي ادارې خبر ورکړی، چې سږنی نندارتون يې په بریالیتوب روان دی او ډېرې لاسته راوړنې لري.

د مالوماتو له مخې، د چين د وارداتو په سږني نندارتون کې د ۱۲۷ هېوادونو او سيمو څه باندې ۲۸۰۰ تصديو ګډون کړی او د نومبر له پنځمې تر لسمې نېټې پورې یعنې شپږو ورځو کې يې ۴۳۸ نمونوي نوي توليدات، نوي تخنيکونه او نوي خدامت نندارې ته وړاندې کړي دي. دغه راز په سږني نندارتون کې په لومړي ځل تصديو ته ډيجټلي خدامات برابر شوي او په کار اخيستلو يې تصدۍ توانېدلي، چې په ژوندۍ بڼه په نندارتون کې ګډون وکړي او له نورو تصديو سره په سوداګریزو معاملو خبرې او قراردادونه لاسلیک کړي.

په دغه نندارتون کې د چين ۴۳ حکومتي او صنعتي پلاويو او ۷۰۰ څانګو يې توليدات اخيستي او د ګډو همکاريو او د بیلونو د لاسليک په اړه هوکړې ته رسېدلي دي. دغه راز د نړۍ څه باندې ۴۰۰۰ منځنيو او کوچنيو تصديو د سوداګرۍ او پانګونې په کنفرانس کې د ګډون لپاره نومونه ثبت کړي دي.

د دغه نندارتون له پرانيستنې څخه د نومبر د لسمې نېټې د غرمې تر ۱۲ بجو پورې ۴۶۱ زرو نندارچيانو ورڅخه لېدنه کړې او د هغو سوداګريزو معاملو عمومي ارزښت يې چې هوکړې پرې شوې دي،  ۷۳ ميليارډه او ۵۲۹ ميلیونه ډالره ښودل شوی، چې د تېر کال د نندارتون د معاملوي ارزښت په پرتله ٪ ۳.۹ زياتوالی ښيي.