شي جين پينګ د کرونا وبا د کابو کولو په اړه د غونډې مشري وکړه
CMG2022/11/10 22:35:32
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو دايمي کمېټې د نومبر په لسمه نېټه د کرونا وبا د کابو په اړه يوه غونډه ترسره کړه او د اړوندو کارونو اصلاحي تدابير يې وڅېړل. د دې غونډې مشري د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ وکړه او نوموړي يوه وينا هم وکړه.

په دې غونډه کې ويل شوي چې لاهم د کرونا ويروس د مسلسل بدلون او خپرېدو په حال کې دی. چين ګڼ نفوس لرونکی هېواد دی او ډېر داسې کسان هم لري چې د بدن معافيت سيستم يې کمزوری دی، دغه راز د هېواد د بېلابېلو سيمو د پرمختګ بیلانس يو له بل سره توپیر لري، طبي سرچينې يې کمې دي او په ځينو سيمو کې د کرونا ويروس نوې مثبتې پېښې هم رامنځته شوې دي. 

په دغه غونډه کې له حکومتي کدرونو غوښتنه شوې چې باید د خلکو ژوند ته د لومړيتوب ورکولو پر مفکورې او د کرونا ويروس د مثبتو پېښو د پر وخت صفر کولو  په پاليسۍ ټينګار وکړي، د کرونا وبا د کابو کولو ترڅنګ باید اقتصاد او ټولنې ته پرمختګ ورکړي، په ټول توان دې د خلکو ژوند او روغتيا تامين کړي او پر اقتصادي او ټولنيز پرمختګ سره دې د وبا اغېزې کمې کړي.