د چين شانګ فې شرکت د C 919 الوتکې د پلور ۳۰۰ بيلونه لاسليک کړي
CMG2022/11/10 14:42:19
شريکول:

د چين شانګ فې شرکت د نومبر په اتمه نېټه د چين د الوتنې په۱۴م نندارتون کې د الوتکو د کرايه کولو له اوو شرکتونو سره د   C 919۳۰۰ الوتکو او د ARJ21 ۳۰ الوتکو د اخيستلو بيلونه لاسليک کړي دي.

 د چين شانګ فې شرکت د يادو بيلونو شمېر تر بل هر وخت زيات دی.

چين په خپلې ټکنالوژۍ C 919 الوتکې جوړې کړي او دا د دغه هېواد لويې الوتکې بلل کيږي، چې کابو ۱۹۲ کسان وړلی شي او په يو وخت د الوتنې واټن يې ۵۵۵۵ کيلو متره ښودل شوی دی.

د چين شانګ فې شرکت د بازار د اټکل کلنی راپور خپور کړی او پکې يې ويلي، چې په راتلونکو شلو کلونو کې به په ټوله نړۍ کې د مسافر وړونکو الوتکو شمېر نور هم زيات شي او تر ۲۰۴۱م کال پورې به يې دغه شمېر ۴۷۵۳۱ ته ورسېږي او ۴۲۴۲۸ نوې الوتکې به توليد او بازار ته وړاندې کړي.

راپور وايي، چې تر ۲۰۴۱م کال پورې به د چين د الوتکو عمومي شمېر ۱۰ زرو ته ورسېږي، د ټولې نړۍ د الوتکو ۲۱سلنه به ونيسي او د الوتکو بازار به يې تر ټولو پراخ وي.