د امريکا اېن بي سي(ABC) د نومبر د ۸مې نېټې په ماسپښين تازه سروې خپره کړې، چې له مخې يې زياترو هغو امريکايانو، چې د ۲۰۲۲م کال په منځمهاله ټاکنو کې يې برخه اخیستې، د هېواد د اوسني وضيعت په اړه منفي نظرونه څرګند کړي دي.
د يادې سروې ۳۳ سلنه ګډونوالو د امريکا د اوسني وضيعت په اړه قهرجن نظر ښودلی او ۴۱ سلنه ګډونوالو يې بیا په دې اړه نارضایت ښودلی دی.
د سروې ۵۰ سلنه ګډونوال وايي، چې کورنی مالي حالت يې له دوو کالونو مخکې په پرتله خراب شوی او۸۰ سلنه يې د پیسو پړسوب يا انفلانسیون له اغېزې سره مخ دي.
سروې ښيي، چې امريکايان د منځمهاله ټاکنو په درشل کې په امريکا کې پر روان انفلانسيون تر ټولو زياتې اندېښنې لري.
(مينه)