اسرائيلي ځواکونو د اردن سيند په لويديځه غاړه ۲ فلسطينيان وژلي
CMG2022/11/10 12:34:39
شريکول:

اسرائيلي ځواکونو د نومبر په ۹مه نېټه د اردن سيند د لويديځې غاړې پرتو نابروس او جينين ښارونو کې پر فلسطینيانو ډزې کړي او دوه کسان يې وژلي دي.

 د فلسطين د حکومت د سرچينې په قول، اسرائيلي سرتيرو په همدې ورځې د نابروس د يوه قبرستان په لوري د څو يهوديانو د بدرګې پر مهال له ځايي فلسطينيانو سره شخړه کړې ده.

 د فلسطين روغتيا وزارت په يوې اعلاميې کې ويلي، چې اسرائيلي ځواکونو په شخړې کې يو ۱۵ کلن فلسطيني ځوان په ډزو زخمي کړی و او وروسته يې په روغتون کې د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړې ده.

د فلسطين حکومتي اژانس خبر ورکړی، چې په همدې ورځ په جينين ښار کې د اسرائيلي ځواکونو او فلسطينيانو ترمنځ شخړې کې يو بل ۲۹ کلن فلسطينی هم وژل شوی دی.