چين: نړيواله ټولنه بايد د ترهګرۍ ضد د مبارزې د توان لوړولو په برخه کې له افريقايي هېوادونو څخه ملاتړ وکړي
CMG2022/11/11 11:25:37
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي جانګ جون د نومبر په ۱۰مه نېټه له نړيوالې ټولنې غوښتي، چې له افريقايي هېوادونو څخه د ترهګرۍ ضد د مبارزې د توان لوړولو او د ترهګرۍ د جرړو د له منځه وړلو په برخو کې ملاتړ او مرستې ورسره وکړي.

جانګ جون د امنيت شورا په لوړ پوړې غونډې کې په افريقا کې د ترهګرۍ ضد د مبارزې په اړه ويلي، چې د ترهګرۍ ضد له نړيوالو عملياتو څو ځله دا تائيد شوي، که ترهګرۍ ځپلي هېوادونه مسلکي، اغېزمن او پياوړي امنيتي ځواکونه جوړ کړي، نو په اسانۍ ترهګرانو ته ګواښونه جوړولای شي.

جانګ جون زياته کړې، چې نړيواله ټولنه دې د پانګو، تجهيزاتو، استخباراتو او لوجستيکي توکو په برخو کې له افريقايي هېوادونو څخه ملاتړ وکړي.

نوموړي ويلي، چې نړيواله ټولنه بايد له افريقايي هېوادونو سره د ترهګرۍ ضد همکارۍ پر مهال د دوی ملي حاکميت ته درناوی وکړي او هېڅ سياسي شرط باید ورسر ونه تړي.

(مينه)