د کرونا وبا د کابو کولو لپاره د چين نوي تدابیر نړيوال سفرونه او چين کې د پانګونو جلبول آسانوي
CMG2022/11/11 22:36:44
شريکول:

 د چين د بهرنيو چارو وزارت وايي، د کرونا وبا د کابو کولو لپاره د چين۲۰ نوي تدابیر نړيوالو سفرونو او چين کې د پانګونو جلبولو لپاره اسانتياوې برابروي.

د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د نومبر په ۱۱ مه نېټه د ياد وزارت په مطبوعاتي غونډه کې د خبريالانو پوښتنو ته په ځواب کې وويل، د کرونا وبا د کابو کولو لپاره د دغه هېواد شل نوي تدابير نړيوالو سفرونو او چين کې د پانګونو جلبولو لپاره اسانتياوې برابروي.

جاو لي جیان وويل، لاهم کرونا ویروس د مسلسل بدلون او خپرېدو په حال کې دی، په چین کې يې پرله پسې څپې رامنځته کېږي او د کابو کولو وضعیت يې هم ډېر سخت دی، نو باید په ستراتېژۍ ټينګار وشي او د دې وبا د کابو کولو چارې باید په علمي، دقيقه او ښه توګه ترسره شي. چين د خلکو ژوند ته لومړيتوب ورکوي، د مثبتو پېښو د پر وخت صفر کولو په عمومي تګلارې ټينګار کوي او د وبا د مخنيوي ترڅنګ په ډېره ماثره توګه اقتصاد او ټولنې ته وده ورکوي، دغه راز چين هڅه کوي، چې په ټول توان د خلکو ژوند او روغتيا وساتي او پر اقتصاد او ټولنې د وبا د اغېو مخه ونيسي.

جاو لي جيان وويل، د چين روغتيا ملي کمېټې نن د کرونا وبا د کابو کولو لپاره شل نوي تدابير اعلان کړي او هدف يې دا دی چې په لا علمي او دقيقه توګه  وبا وقايه او کنټرول کړي. 

نوموړي دغه تدابير علمي او اړين بللي او ويلي يې دي چې دغه تدابير د ويروس د بدلونونو له مخې تعديل او جوړ شوي دي.

جاو لي جيان باور ښودلی چې په دې تدابيرو سره به نړيوال سفرونه او چين کې د پانګونو جلبول آسانه کړي.