د م.م د اقليمي بدلون د چوکاټي تړون ۲۷م کنفرانس د چين د اقليمي تګلارو او اقداماتو په اړه فرعي غونډه تر سره کړه
CMG2022/11/11 11:27:09
شريکول:

د ملګرو ملتونو د اقليمي بدلون د چوکاټي تړون ۲۷م کنفرانس(COP27) ګډونوالو د نومبر په ۱۰مه نېټه د چين د اقليمي تګلارو او اقداماتو په اړه فرعي غونډه تر سره کړې ده.

 په دغې فرعي غونډې کې د اقليمي بدلون په مذاکراتو کې د چيني پلاوي مشر او د دغه هېواد د چاپېريال ساتنې مرستيال وزير جاو ينګ مين ګډون او وينا کړې ده.

نوموړي ويلي، چين له اقليمي بدلون سره د مناسب ژوند د غوره کولو ترڅنګ اړوندې نړيوالې همکارۍ هم کړي او له ځينو وروسته پاتې هېوادونو سره يې هم مرستې کړې دي.

هغه ويلي، له اوږدې مودې راهیسې له اقليمي بدلون سره د تطابق، پانګو، ټکنالوژيو او د وړتيا د لوړولو په ګډون ځينو مسئلو، چې پرمختيايي هېوادونه يې په اړه ډېر اندېښمن دي، ورو پرمختګ کړی دی.

پرمختللو هېوادونو ژمنه کړې، چې هر کال به د اقلیمي بدلون ضد د مبارزې په موخه پرمختيايي هېوادونو ته سل ميليارډه امريکايي ډالره برابروي، خو دغې ژمنې ته يې تر اوسه د عمل جامه نه ده اچولې.

جاو ينګ مين پر پرمختللو هېوادونو غږ کړی، چې خپل مسووليتونه او مکلفيتونه په پوره دقت ادا کړي او له اقليمي بدلون سره د پرمختيایي هېوادونو د تطابق پيسو د برابرولو پلان جوړ کړي.

(ژباړه: شکريه)