لي که چيانګ: چين به د بشري تمدن له ټولو لاسته راوړنو زده کړه وکړي
CMG2022/11/11 11:07:11
شريکول:

 د چين صدراعظم لي که چيانګ د نومبر د ۱۰مې نېټې په سهار د کمبوډيا په سيم ريېپ کې د چين او کمبوډيا د کلتوري ميراثونو د تبادلې او همکارۍ د تېرو ۳۰ کلونو لاسته راوړنو له نندارتون څخه ليدنه کړې او د چين په مرسته د تا کېو لرغوني معبد د بيارغونې پروژې د سپارلو په مراسمو کې يې ګډون کړی دی.

نوموړي په يادو مراسمو کې ويلي، چې د چين او کمبوډيا د خلکو ترمنځ تګ راتګ او کلتوري پېژندنې د دوستۍ ټينګ بنسټ جوړ کړی دی.

لي که چيانګ ويلي، چې د بېلا بېلو هېوادونو د خلکو تر منځ راشه درشه نه يوازې د مختلفو کلتورونو د تبادلې لپاره، بلکې د خلکو د زړونو د نږديوالي لپاره هم ګټوره چاره ده او په اوسنيو حالاتو کې د نړيوال صنعتي ځنځير د ثبات د ساتلو په برخه کې هم مهم رول لوبوي.

نوموړي زياته کړې، چې چين د پرانيستې پر ملي تګلارې ټينګار لري او غواړي د بشري تمدن له هر ډول لاسته راوړنو څخه زده کړه وکړي.

چين به د نړۍ له ډېرو هېوادونو سره په بېلا بېلو برخو کې عملي همکارۍ وکړي، د خلکو ترمنځ متقابل تفاهم به پياوړی او د سيمې او نړې د سولې، ثبات، پرمختګ او سمسورتيا لپاره به هڅې وکړي.

(مينه)