شي جين پينګ به د جي شل په سرمشريزې او د اسيا او ارام سمندر د اقتصادي همکاريو سازمان د مشرانو په غير رسمي غونډې کې ګډون وکړي
CMG2022/11/11 15:50:01
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ د نومبر په ۱۱ مه نېټه خبر ورکړ، چې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ به د نومبر له ۱۴ مې تر ۱۷ مې نېټې پورې د اندونيزيا د ولسمشر جوکو ويدودو په بلنې د دغه هېواد بالي ټاپو ته ولاړ شي او هلته به د شلو هېوادونو ډلې (G20) د مشرانو په ۱۷ مې سرمشريزې کې ګډون وکړي.

همدارنګه هوا چون ينګ زياته کړه، چې رئیس شي جين پينګ به د تايلنډ د صدراعظم  پرايوته چان اوچا په بلنه د نومبر له ۱۷ مې تر ۱۹ مې نېټې پورې د دغه هېواد په بنکاک کې د اسيا او ارام سمندر د اقتصادي همکاريو سازمان د مشرانو په ۲۹ مې غير رسمي غونډې کې ګډون او له دغه هېواد څخه به رسمي لېدنه وکړي.
د هوا چون ينګ په وينا، شي جين پینګ به د يادو غونډو په څنډه کې د فرانسې د ولسمشر ايمانويل ماکرون، د امريکا د ولسمشر جوبايډن، د سنيګال د ولسمشر ماکي سال او د ارجنټاين د ولسمشر فيرنانديز په ګډون د يو شمېر هېوادونو له مشرانو سره هم وګوري او په يو لړ موضوعاتو به ورسره خبرې اترې وکړي.