په ټوله نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر ۶۳۰۶۰۱۲۹۱ ته رسېدلی
CMG2022/11/11 10:25:50
شريکول:

روغتيا نړيوال سازمان د نومبر په ۱۰مه نېټه يو لړ تازه شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې د منځنۍ اروپا پر وخت د روانې مياشتې د ۱۰مې نېټې د مازديګر تر ۵ بجو او ۴۱ دقيقو پورې په ټوله نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر د تېرې ورځې د شمېر په پرتله ۲۱۰ زره او ۵۱۰ زياتوالی ښيي او عمومي شمېر يې ۶۳۰ ميليونه، ۶۰۱ زره او ۲۹۱ ته رسېدلی دی.

د مالوماتو له مخې، په همدې مودې کې د دې وبا له امله ۴۲۵ کسان مړه شوي او د مړينې عمومي شمېر يې ۶ ميليونه، ۵۸۳ زره او ۵۸۸ ته رسېدلی دی.