د انټرنېټ نړيوال کنفرانس د ۲۰۲۲م کال سرمشريزه د نومبر د ۱۱ مې نېټې په سهار د چين د جه جيانګ ولايت په وو جن ښار کې پای ته ورسېده.
د مالوماتو له مخې، د يادې سرمشريزې پر مهال ټولټال ۲۰ فرعي فورمونه هم ترسره شوي، چې د نړۍ د ۱۲۰ هېوادونو او سيمو څه باندې ۲۱۰۰ ګډونوالو پکې په انلاين او افلاين ډول ګډون کړی و او سږنی شمېر يې د دې کنفرانس تر نورو سرمشريزو زيات ښودل شوی دی.
سږنۍ غونډه د نړيوال پرمختګ وړانديز د ډيجټلي همکارۍ، ډيجټلي اقتصاد، انټرنېټي خپرونو، سولې او پرمختګ په ګډون پر يو لړ موضوعاتو څرخېده او ګډونوال يې د ډيجټلي اقتصاد د همکاريو د پياوړتيا، د ډيجټلي اقتصاد د نوښت، همدارنګه د انټرنېټي شبکې د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو په اړه موافقې ته رسېدلي دي