بېجينګ: هېله ده چې بېلابېلې خواوې د نړيوال اقتصاد د بيا سمسورتيا لپاره ګډې نظريې راغونډې کړي
CMG2022/11/11 20:56:31
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د نومبر په ۱۱مه نېټه د دغه وزارت د نوبتي مطبوعاتي غونډې مشري وکړه. خبريال له جاو لي جيان څخه پوښتنه کړی، چې چين په بالي ټاپو کې د جي شل په سرمشرېزه غونډه کې د شي جين پينګ ګډون اعلان کړی، چين په دې اړه څه تمې لري؟ د چين مشر به د ايپيک د مشرانو په غير رسمي غونډه کې هم ګډون وکړي، چين غواړي چې د دې غونډې له لارې نړۍ ته څه نښه خپره کړي؟

جاو لي جيان په دې هکله وويل، چې د ايپيک د مشرانو په غير رسمي غونډه کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ ګډون اسيا او د ارام سمندر سيمې ته د ده يو مهم ډيپلوماتيک فعاليت دی او له دې څخه څرګندېږي، چې چين له اسيا او ارام سمندر سيمې سره اقتصادي همکاريو ته په درنه سترګه ګوري. اوسمهال، په نړيوال اقتصاد کې ناثات لاملونه زيات شوي او د دې سيمې اقتصادي همکارۍ له نويو ننګونو سره مخ دي. د ايپيک سازمان د اسيا او ارام سمندر سيمې کې د اقتصادي همکاريو مهم ډګر دی. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ به په دغه غونډه کې مهمه وينا وکړي او په هراړخيزه توګه به د اسيا او ارام سمندر سيمې د همکاريو ټينګښت، د سيمه ايز او نړيوال اقتصادي پرمختګ د هڅونې لپاره د چين نظريې بيانې کړي.