بېجينګ: هیله ده امریکا له چین سره د متقابل احترام سياست غوره کړي
CMG2022/11/11 21:59:31
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د نومبر په ۱۱مه نېټه په بالي ټاپو کې د چين او امريکا د مشرانو د ملاقات په هکله وويل، چين تل له امريکا سره د چين د دولت د رئيس شي جين پينګ له خوا د وړاندې شويو درېيو اصولو په رڼا کې اړيکې تعقيبوي، چې عبارت دي له : متقابل درناوي، ګډ سوله ييز ژوند او د همکاريو له لارې د ګډو ګټو ترلاسه کول.

ده زياته کړه چې چين په دې نظر دی چې د دغو اړيکو د پرمختګ سمه لار دې ولټول شي.

ده زیاته کړه، چې  چين په ټينګار سره خپل ملي حاکميت او د امنيت او پرمختګ ګټې ساتي او له امريکا څخه غواړي چې له چين سره په همدې لوري روانه وي، خپلمنځي توپيرونه دې په ښه توګه کنټرول کړي، د ګډو ګټو پر بنسټ دې همکارۍ وکړي، د ناسم پوهاوي او ناسم قضاوت مخه دې ونيسي او د سالم او ثابت پرمختګ سم لوري ته دې خپلمنځي اړيکې بېرته وګرځوي.

جاو لي جيان وويل، د چين او امريکا د اړيکو ثابت پرمختګ د دواړو خواوو په ګټه دی او د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو هیله هم ده.  نوموړي هیله وښوده چې امريکا د متقابل درناوي د روحيې له مخې له چين سره يو ځای د نړۍ د ټيکاو او پرمختګ لپاره مسئولانه رول ولوبوي.