لي که چيانګ د کمبوډيا له پاچا نوردوم سيهاموني سره وکتل
CMG2022/11/11 15:56:51
شريکول:

 د چين صدراعظم لي که چيانګ د نومبر په يوولسمه نېټه  د کمبوډيا په پلازمينه پنوم پنه کې د دې هېواد له پاچا نوردوم سيهاموني سره کتلي دي..

لي که چيانګ له نوموړي سره په لیدنې کې ويلي، چې چين د دواړو هېوادونو د دوستۍ د لا ټينګېدو په پار د کمبوډيا د شاهي کورنۍ مثبت خدمتونه ستايي او غواړي چې د خپل توان په اندازه د دې هېواد د اقتصادي پرمختګ او د خلکو د ژوند د ښه والي لپاره ور سره مرسته وکړي.

نوموړي ويلي، چې چين غواړي، د ختيځې اسيا د همکاريو د مشرانو په يو لړ غونډو کې له اړوندو خواوو سره د سولې او ثبات ساتنې او د اقتصادي پرمختګ پرمخبيولو ته زياته  پاملرنه او په بېلا بېلو برخو کې ورسره رغنده خبرې او واقعي همکارۍ وکړي او دغه راز نړيوالو ته د ختيځې اسيا د هېوادونو د همکاريو، ګډ پرمختګ او د ګډو ننګونو پر وړاندې د مقابلې مثبت نيت وښيي.

د کمبوډيا پاچا نوردوم سيهاموني په خپلو خبرو کې ويلي، چې هغه او مېرمن يې له چين سره دوستۍ ته ارزښت ورکوي.

نوموړي ويلي، چې هېواد يې د يو چين د پېژندنې پر اصل ټينګار لري او د چين د ګډ برخليک ټولنې له وړانديز هرکلی او ملاتړ یې کوي.


(غاټول).