د امریکا کارګرو وزارت د نومبر په ۱۰مه نېټه يو لړ شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې په تېر اکتوبر کې د دغه هېواد د اوسېدونکو د مصرفي بيو ګراف (CPI) د سپتمبر په پرتله 0.4 سلنه زیات شوی، چې د زیاتوالي اندازه يې د سپتمبر په څېر وه او د تېر کال د اکتوبر په پرتله 7.7 سلنه زیاتوالی ښيي.