د آسیان دوې (۴۰مه او ۴۱مه) سرمشریزې د نومبر د يوولسمې نېټې په سهار د کمبوډیا په پلازمېنې پنوم پن کې پیل شوې دي.
د اسیان دغه دواړه سرمشریزې " آسیان: د ننګونو ضد ګډه مقابله " په عنوان روانې دي.
د مالوماتو له مخې، د دغو سرمشريزو منځپانګه له کرونا وبا وروسته د اقتصاد پر بیا سمسورتيا او په سیمې کې د سولې، سوکالۍ او ثبات د ودې پر همکاريزې روحیې ورټوله ده او ګډونوال به یې پر همدې موضوعاتو خبرې وکړي.
دغې دوه سرمشريزې او لړيزې غونډې به د نومبر له ۱۱مې نېټې څخه تر ۱۳مې نېټې پورې ترسره شي، چې د آسیان د مشرانو تر څنګ د چین، امريکا، هند، استرالیا، کاناډا، د اروپایي ټولنې مشران او سياستوال به هم پکې ګډون ولري.
د دغو سرمشريزو په څنډې کې به د چين او آسيان د مشرانو ۲۵مه غونډه، د اسيان، چين، جاپان او کوريا جمهوريت د مشرانو ۲۵مه غونډه او د ختيځې اسيا ۱۷مه سرمشريزه هم تر سره شي.
(ژباړه: شکريه)