د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د افغانستان په اړه پرېکړه لیک تصویب کړ
CMG2022/11/11 15:15:29
شريکول:

د ملګرو ملتونو ۷۷مې عمومي اسمبلۍ د نومبر په لسمه نېټه د افغانستان مسئلې په اړه يو پرېکړه ليک تصويب کړی دی.

په ملګرو ملتونو کې د چین دایمي استازي جانګ جون دغه پرېکړه ليک ته ممتنعه رايه ورکړې او ويلي یې دي، چې د ملګرو ملتونو په پرېکړه ليکونو کې باید د یو هېواد غوښتنې ځای نه شي، بلکې د ټولو خواوو مشروع اندېښنو ته باید پکې پاملرنه وشي.

جانګ جون په خواشينۍ وويل، چين هر وخت هيله ښودلې، چې د م.م د عمومي اسمبلۍ په اړوند پرېکړه ليک کې دې د افغانستان هراړخيز او عيني وضعيت څرګند شي، خو په حقيقت کې د دغه پرېکړه ليک محتويات برابر نه دي، په تېره بيا د افغانستان په بهر کې د دغه هېواد د شتمنیو خوشي کېدو، په دغه هېواد کې د بهرنیو ځواکونو پر جرمونو د پلټنې او د پاتې وسلو د خپرېدو خطر په شمول يو لړ مسئلو ته پکې هېڅ ځای نه دی ورکړل شوی.

جانګ جون ويلي، افغانان په خپل هېواد کې د مېشتو بهرنيو ځواکونو د جرمونو پلټنې او حساب ته په تمه دي. هغه هېوادونه چې د افغانستان د اوسنيو حالاتو پړه پر غاړې لري، بايد خپلې کړې تېروتنې جدي په پام کې ونيسي او اصلاح يې کړي، دغه راز افغانستان ته بايد مناسبې پراختیایي مرستې ورکړي.

د جانګ جون په وينا، سیاسي بنديزونه نه يوازې د افغانستان اوسنۍ ستونزې نه شي هوارولی، بلکې د افغانانو کړاوونه به لا پسې زیات کړي.

د پاکستان په ګډون د ځينو هېوادونو استازو دا په ډاګه کړې، چې نړيواله ټولنه بايد په اغېزمنه توګه له افغان طالبانو سره تماس ونيسي، څو افغانستان د پرمختګ په لوري وخوځيږي.

(ژباړه: شکريه)