ایران د هایپرسونیک بالستیک توغندي د جوړولو خبر ورکړی
CMG2022/11/11 10:22:49
شريکول:

د ايران اسلامي انقلابي ګارډ د فضايي ځواکونو قوماندان سردار امير علي حاجيزاده د نومبر په لسمه نېټه ويلي، چې هېواد يې لومړی هايپرسونيک بالستيک توغندی (Hypersonic ballistic missile) جوړ کړی دی.

د چارو کارپوهان په دې اند دي، چې د ایران د هايپرسونيک بالستيک توغندي جوړونه د دې ښکارندويي کوي، چې دغه هېواد د توغنديو د نوي نسل د جوړولو په برخه کې ستر پرمختګ کړی دی.

د ایران خبري رسنيو د حاجيزاده په قول د نوي هايپرسونيک بالستيک توغندي د توغولو سرعت ډېر چټک ښودلی او ويلي يې دي، چې دغه توغندی د هر ډول توغندیو دفاعي سیسټمونه ماتولی او د دښمنانو د توغندیو ضد سیسټم په نښه کولی شي.