د تيان جو په نوم پنځم نمبر باروړونکې فضايي بېړۍ په بريالۍ توګه وتوغول شوه
CMG2022/11/12 15:04:09
شريکول:

د چين د  انسان وړونکو فضايي چارو د انجنيرۍ دفتر د خبر له مخې، د بېجينګ پر وخت د  روان کال د نومبر د ۱۲مې نېټې د سهار په ۱۰ بجو او ۳ دقيقو، د تيان جو په نوم پنځم نمبر باروړونکې فضايي بېړۍ د چين د ون چانګ په نوم د توغولو ډګر کې د چانګ جنګ اووم نمبر بېړۍ وړونکي توغندي له لارې فضا ته  وتوغول شوه او وروسته يې له دې توغندي څخه په بريالۍ توګه جلا شوه او ټاکلي مدار ته ننوته. له دې وروسته به  دغه بېړۍ په مدار کې له فضايي سټېشن سره  په چټکه توګه وتړل شي.