لي که چيانګ د سينګاپور له صدراعظم لي هسين لونګ سره وکتل
CMG2022/11/12 14:47:20
شريکول:

په ځايي وخت د نومبر په ۱۱مه نېټه د چين صدراعظم لي که چيانګ د کمبوديا په پلازمينې پنوم پن کې له خپل سينګاپوري سيال لي هسین لونګ سره  وکتل.

لي که چيانګ وويل، چې چين او سينګاپور نژدې ګاونډي هېوادونه دي، دواړو خواوو په دوامدار ډول خپلمنځي همکارۍ پراخې او ژورې کړې او ډېر برياليتوب يې تر سره  لاسه کړی دی. چين غواړي له سينګاپور سره د عالي رتبه او د بېلابېلو کچو تګ راتګ زيات کړي، په مهمو برخو کې همکارۍ پياوړې او د همکاريو سويه لوړه کړي.

نوموړي زياته کړه، چې سينګاپور د چین د بهرنیو پانګو مهم سرچينه ده او امکانات ډېر شته چې د دواړو خواوو ترمنځ د سوداګرۍ اندازه لا زیاته شي.   ده هیله وښوده ، چې دواړه خواوې ژر تر ژره د ازادې سوداګرۍ د تړون د ژورولو په اړه مذاکراتو کې موافقه وکړي، د ځمکنۍ او سمندري سوداګرۍ د نوې نړیوالې لارې پلان پلی کړي، د دوه اړخيزو همکاريو مهم پروګرامونه جوړ کړي او د توليدي چارو او عرضې د ځنځیر امنيت وساتي.