د چين پنځم نړيوال وارداتي نندارتون د نومبر په لسمه نېټه پای ته ورسېد او په دغه نندارتون کې د ۷۳،۵۲ ميليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت تړونونه لاسليک شول، چې دغه رقم د تېرې دورې په پرتله ۳،۹ سلنه زياتوالی ښيي.
په چين کې د سپورټي توکو پلورونکي شرکت ( ډيکاسلون ) مرستيال مشر پاسکال بيزارډ د چين د نړيوال نندارتون په تېرو څو دورو کې ګډون کړی او ويلي يې دي، چې چين به په راتلونکو پنځوسو کلونو کې لا هم د ډيکاسلون په نړيوالو کار وبارونو کې مرکزي مقام ولري.
د نوموړي په شان د چين د نړيوال وارداتي نندارتون زاړه ملګري ډېر شوي دي. د رسمي شمېرو له مخې، ۱۴۵ هېوادونو، سيمو او نړيوالو سازمانونو او د ۱۲۷ هېوادونو او سيمو څه باندې ۲۸۰۰ تصديو په دغه نندارتون کې ګډون کړی ؤ او ۴۳۸ نوي توليدات، ټېکنالوژۍ او خدماتي چارې نندارې ته وړاندې شوې، چې دغه رقم د تېرې دورې په پرتله ډېر زيات دی. د دغه نندارتون لاسته راوړنې ښيي، چې د چين د نړيوال وارداتي نندارتون د چين د نوي پرمختګ کړکۍ، د لوړې کچې د ورخلاصون صحنه او د ګډو ګټو نړيوال عامه توليد ګرځېدلی دی.
چين ډېر لوی بازار لري او د څه باندې ۱۴۰ هېوادونو او سيمو مهم تجارتي ملګری دی او په تېرو پنځو کلونو کې يې د مالونو د سوداګرۍ په برخه کې د نړۍ لومړی مقام نيولی دی. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د چين پنځم نړيوال وارداتي نندارتون په پرانيستونکو مراسمو کې وویل، چې چين به له بېلا بېلو هېوادونو او خواوو سره د خپل لوی بازار، د ميکانيزمونو د ورخلاصون او د نړيوالو همکاريو د ژوروالي فرصتونه شريک کړي. دغه راز لا زيات هېوادونه، په تېره بيا ډېر وروسته پاتې هېوادونه به د چين له چټک پرمختګ او ورخلاصون څخه ګټې واخلي.
د نژدې ۳۰ ډېر وروسته پاتې هېوادونو تصديو د چين په پنځم نړيوال وارداتي نندارتون کې په وړيا توګه د نندارې له ځايونو څخه استفاده وکړه، چې د دغو تصديو شمېر د تېرې دورې په پرتله يو چند زياتوالی ښيي. په دغه نندارتون کې د افغانستان غالۍ، د ګيني بي ساو وچې مېوې او داسې نور سوداګريز توکي د پرمختللو هېوادونو د لوړې ټکنالوژۍ له توليداتو سره د نندارتون ګډونوالو ته وروپېژندل شول . دا ښکاري، چې د پرمختګ لاسته راوړنې به په لا ښه او برابره توګه د بېلا بېلو هېوادونو خلکو ته ګټې ورسوي.
د چين د نړيوال وارداتي نندارتون پر مهال د پانګونې او سوداګرۍ د لويو پروژو په اړه د خبرو اترو ناسته تره شوه، چې پکې د لاسليک شويو تړونونو ارزښت له ۴ ميليارډو امريکايي ډالرو څخه زيات شو . زياتو بهرنيو تصديو په چين کې د خپلو فابريکو او څيړنيزو مرکزونو د جوړولو پريکړه وکړه. د شرکت سيمينس د طبي توکو توليدوونکې څانګې مشر تاو لين وویل، چې چين د لوړې کچې د څېړنو مرکز ګرځېدلی دی.
د نړۍ کوچني او لوی توليدات ټول د چين د نړيوال وارداتي نندارتون له لارې د چين بازار ته د ننوتلو فرصتونه تر لاسه کړي. دغه نندارتون د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره د چين د عملونو ښه بېلګه ده او دا ښکاري، چې همکاري مناسبه لار ده.
نژدې ۶۰ بهرنيو تصديو او ارګانونو د چين د پنځم نړيوال وارداتي نندارتون له پای ته رسېدو وروسته سمدلاسه په راتلونکي شپږم نندارتون کې د ګډون تړون لاسليک کړی. د چين د نړيوال وارداتي نندارتون په اړه د همکارۍ او دوستۍ کيسې د غزېدو په حال کې دي.