د تيان جو فضايي بېړۍ د فضايي سټېشن له مرکزي برخې سره وصل شوه
CMG2022/11/12 15:37:32
شريکول:

د چين د انسان وړونکو فضايي چارو د انجنيرۍ دفتر د خبر له مخې، د تيان جو پنځم نمبر باروړونکې فضايي بېړۍ د بېجينګ پر وخت د ۲۰۲۲م کال د نومبر د ۱۲مې نېټې په ۱۲ بجو او لسو دقيقو په بريالۍ توګه د فضايي سټېشن له مرکزي برخې سره وصل شوه. دا لومړی ځل دی.

له فضايي سټېشن سره د تيان جو پنځم نمبر باروړونکې فضايي بېړۍ د وصل کېدو بهير يوازې ۲ ساعته  وخت ونیو او نړيوال ريکارډ يې جوړ  کړ. دغه ټېکنالوژيکه لاسته راوړنه د فضايي وسيلو د وصل کچې د لوړوالي او دغه راز فضايي سټېشن ته د بېړنيو توکو د لېږلو توان د لوړوالي لپاره ډېر مهم ارزښت لري.