د چين صدراعظم لي که چيانګ د نومبر په ۱۱مه نېټه د کمبوديا په پلازمينې پنوم پن کې د چين او اسيان د مشرانو په ۲۵مه غونډه کې ګډون وکړ. په یاده غونډه کې د اسیان د هېوادونو مشرانو او د اسیان سرمنشي ګډون کړی. په دې غونډه کې د جنوبي سمندرګي د بېلا بېلو خواوو د کړنو د اعلاميې د شلمې کاليزې د يادونې د ګډې اعلاميې په شمول يو شمېر سندونه تصويب شول.
لي که چيانګ دې ته اشاره وکړه ،چې چين د يادې ګډې اعلاميې د خپرېدو هرکلی کوي او غواړي د اسيان له ټولو هېوادونو سره د جنوبي سمندرګي د سوله ساتونکي په توګه کار وکړي. چين په تېره لسيزه کې د چين او اسيان د مشرانو په غونډو کې څه د پاسه ١٦٠همکاریز تړونونه وړاندې کړي، چې د دغو همکاريزو تړونونو د پلي کېدو کچه يې له ۹۹،۵ سلنې څخه زياته ده. چين د اسيان د ابادۍ او د ختيځې اسيا په همکارۍ کې د اسيان د مرکزي رول ملاتړ کوي. باور دی چې د دواړو خواوو ترمنځ د دوستانه همکاریو کچه به لا لوړه شي.