لي که چيانګ د ويتنام له صدراعظم سره وکتل
CMG2022/11/12 14:38:27
شريکول:

د چين صدراعظم لي که چيانګ په ځايي وخت د نومبر په ۱۱مه نېټه د کمبوديا په پلازمينې پنوم پن کې د ويتنام له صدراعظم فام مين چین سره وکتل. لي که چيانګ وويل، چې چين او ويتنام دوستانه ګاونډيان او هراړخيز ستراتيژيک همکاران دي. څه موده مخکې د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشياو د دولت رئيس شي جين پينګ په بلنه د ويتنام د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي نګوين پو ترونګ له چين څخه ليدنه وکړه او دواړه خواوې مهمې موافقې ته ورسېدل.   
 لي که چيانګ پر دې ټينګار وکړ، چې چين غواړي په فعاله توګه له ويتنام سره د سمندر په برخه کې همکارۍ پياوړې کړي او په ګډه د جنوبي سمندرګي سوله او ثبات وساتي.
 د ويتنام  صدراعظم فام مين چین وویل، ویتنام تل له چين سره د اړيکو پرمختګ ته لومړيتوب ورکړی او په نړۍ کې د چين د لا مهم رول د لوبولو ملاتړ کوي. ویتنام غواړي له چين سره د دواړو هېوادونو او ګوندونو د اړيکو د پرمختګ لپاره ګډ کار وکړي.