شي جين پينګ د شولو د مرستې او د نړيوالو غلودانو د خونديتوب په هکله نړيوال فورم ته ليکلی پيغام واستاوه
CMG2022/11/13 14:54:26
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په ۱۲مه نېټه د پيوند شوو شولو د مرستې او د غلودانو د نړيوال خونديتوب په هکله نړيوال فورم ته ليکلی پيغام واستاوه.

شي جين پينګ په خپل پيغام کې ويلي چې د غلودانو خونديتوب د انسانانو د ژوند اساسي مسئله ده. له نيمې پيړۍ مخکې چين لومړی د پيوند شوو شولو د کښت د تېکنالوژۍ ابتکار کړی او ډېرو ځايونو ته يې دغه تېکنالوژي پراخه کړې ده، چې چين په نړۍ د غلودانو توليد تر ټولو لوی هېواد او د غلودانو د صادراتو درېيم لوی هېواد ګرځيدلی دی. له ۱۹۷۹م کال څخه پيوند شوې شولې د پنځو لويو وچو په نژدې ۷۰ هېوادونو کې کرل کېږي، چې په ډېرو هېوادونو کې يې د غلودانو د زياتوالي او د کرهنيزو چارو د پرمختګ په ترڅ کې مهم خدمتونه تر سره کړي او په پرمختيايي هېوادونو کې يې د غلودانو د کمولو مسئلې د حلولو لپاره يې د چين طرېقه وړاندې کړه.

شي جين پينګ پر دې ټينګار کړی، چې اوسمهال د نړيوالو غلودانو د خونديتوب حالات له ډېرو ستونزو سره مخ دي. چين غواړي له بېلا بېلو هېوادونو سره د نړيوال پرمختګ د وړانديز د عملي کولو لپاره هڅې وکړي، د غلودانو د خونديتوب او د بېوزلۍ د له منځه وړلو په ساحو کې همکارۍ پياوړې کړي، د ملګرو ملتونو د ۲۰۳۰م کال د دواملرونکي پرمختګ د اجنډا تطبيق چټک کړي، د ليږې او بېزلۍ ختمولو لپاره لا زيات خدمت وکړي.