لي که چيانګ د لاوس له صدراعظم پهانکهام ويپهاوان سره وکتل
CMG2022/11/13 17:32:23
شريکول:

د چين صدراعظم لي که چيانګ د نومبر په ۱۲مه نېټه د کمبوديا په پلازمېنه پنوم پن کې له خپل لاووسي سيال پهانکهام ويپهاوان سره وکتل.

لي که چيانګ په دغه کتنه کې وويل، چې چين غواړي له لاوس سره راکړې ورکړې او د تجربو تبادلې پياوړې کړي، د بادي او لمريزې انرژۍ په شمول د پاکو انرژيو په برخه کې خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي، د ګمرکي تشريفاتو د اسانه کولو بهير چټک کړي، له لاوس څخه د ښو کرهڼيزو توکو واردات زيات کړي او د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ تګ راتګ پياوړی کړي. چين هيله لري، چې د خلکو د ژوند په برخه کې تر خپلې وسې پورې له لاوس سره مرستې وکړي.

پهانکهام ويپهاوان په دغه کتنه کې وويل، چې لاوس د چين ټينګ ملاتړ کوي، چې خپلې مرکزي ګټې وساتي. لاوس غواړي، چې له چين سره د بېلا بېلو کچو راکړې ورکړې زياتې کړي، د حکومتوالۍ په اړه د تجربو تبادلې ژورې کړي، د اقتصاد، سوداګرۍ، انرژۍ او کرهنې په برخو کې همکارۍ پياوړې کړي او د دواړو هېوادونو اړيکو ته پرمختګ ورکړي.