لي که چيانګ د جاپان، کوريا جمهوريت او فليپين له مشرانو سره په جلا جلا توګه خبرې اترې وکړې
CMG2022/11/13 14:51:33
شريکول:

د چين د دولتي شورا صدراعظم لي که چيانګ د نومبر په ۱۲مه نېټه د کمبوديا په پلازمېنه پنوم پنه کې د ختيځې اسيا د همکارۍ د مشرانو په سيستماتيکو غونډو کې د ګډون په ترڅ کې په جلا جلا توګه د جاپان له لومړي وزير فوميو کيشيډا، د کوريا جمهوريت له ولسمشر يون سيوک يول او د فليپين له ولسمشر فيرډيناند مارکوس سره خبرې اترې وکړې.

لي که چيانګ له فوميو کيشيډا سره د کتنې په وخت کې وويل، چين او جاپان ګاونډي هېوادونه دي او دواړه خواوې د سياست، اقتصاد او تجارت، فرهنګ په شمول ډېرو ساحو کې د خپلمنځي همکارۍ  د پياوړتيا لپاره هلې ځلې کوي او بايد د دواړو هېوادونو د اړيکو د ثابت او سالم پرمختګ هڅونه وکړي.

لي که چيانګ له يون سيوک يول سره د کتنې په ترڅ کې هېله څرګنده کړه چې چين او کوريا جمهوريت د متقابل احترام او ګډو ګټو پر بنسټ په بېلا بېلو ساحو کې خپلمنځي همکارۍ زياتې او سالم پرمختګ وکړي.

لي که چيانګ له مارکوس سره د کتنې په وخت کې وويل، چين او فليپين عنعنوي دوستي لري، د دواړو هېوادونو ګډې ګټې د توپيرونو په پرتله زياتې دې او په بېلا بېلو ساحو کې همکارۍ ښې روانې دې. چين غواړي له فليپين سره مشرتابه تګ راتګ پياوړی کړي، د دغه هېواد په شمول د اسيان له هېوادونو سره يو ځای د متقابل احترام پر بنسټ د جنوبي سمندرګي سيمې د سولې او ثبات ساتنه وکړي.