شي جين پينګ د چين د فضانوردي صنعت ګروپ د ځوانانو يوې ډلې ته ځوابي پيغام وليږه
CMG2022/11/13 16:02:11
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کميسيون مشر شي جين پينګ د نومبر په ۱۲مه نېټه د دغه هېواد د فضانوردۍ صنعت ګروپ د شن يانګ د الوتکو توليدوونکې تصدۍ د ځوانانو يوې ډلې ته ځوابي پيغام وليږه او له دغو ځوانانو څخه يې غوښتنه وکړه، چې د چين د کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرېس روحيه په ښه توګه عملي کړي او د چين د فضانوردۍ د پرمختګ لپاره خدمتونه وکړي.

شي جين پينګ په خپل پيغام کې ليکلي، د چين د کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرېس له خوا د ټاکل شوې موخې پوره کېدل د بېلا بېلو برخو ځوانانو کوښښونو ته اړتيا لري او هيله يې ښودلې، چې دغه ځوانان د فضانوردۍ صنعت د باکيفيته پرمختګ لپاره هڅې وکړي او د هراړخيز عصري سوسياليستي هېواد د ابادۍ او د چيني ملت د بيا سمسورتيا لپاره نوي خدمتونه وکړي.

د چين د فضانوردۍ صنعت ګروپ د شن يانګ د الوتکو توليدوونکې تصدۍ د ځوانانو يوې ډلې استازو په دې وروستيو کې شي جين پينګ ته پيغام وليږه او پکې يې په تېرو لسو کلونو کې د علمي څېړنو او توليد په برخو کې د دغه ګروپ د غښتلي او مرحوم مشر لوه يانګ د روحيې د زده کړې او عملي کولو معلومات وړاندې کړل او د پر له پسې کوښښونو او د هېواد لپاره يې د خدمتونور لپاره ټينګ هوډ وښود.