چین د لندو ځمکو د ساتنې په برخه کې د پام وړ برياليتوب تر لاسه کړی
CMG2022/11/13 14:35:51
شريکول:

د "نړیوالو لندو ځمکو لرونکو ښارونو دوهمې ډلې ته د تصدیق نامې د ورکولو مراسم د نومبر د ۱۰مې نېټې په ماښام په ژنیو کې ترسره شول.  د ۱۳ هېوادونو ۲۵ ښارونو دغې تصدیق نامې تر لاسه کړې چې په کې ۷ چيني ښارونه شتون لري.

په نړۍ کې د لندو ځمکو لرونکي ښارونه د لندو ځمکو د تړون لخوا تصدیق شوی چې په ښارونو کې د لندو ځمکو چاپیریال د ساتنې په برخه کې ترټولو لویه لاسته راوړنه ده. تر اوسه پورې، په نړۍ کې ۴۳ هغو ښارونو کې ۱۳ چيني ښارونه شته چې په نړۍ کې لومړی ځای لري.