د نړۍ د اقتصادي ورخلاصون او د نوښتي همکاريو هڅونه
CMG2022/11/13 14:49:54
شريکول:

د شلو هېوادونو ډلې (G20) د مشرانو ۱۷مه سرمشريزه غونډه به د اندونيزيا په بالي ټاپو کې پرانيستل شي. د شلو هېوادونو ډلې د ۲۰۲۲م کال د صنعتي او سوداګيزې سرمشريزې غونډې مشرې سيندا کامډاني په دې وروستيو کې له یوې چيني خبري رسنۍ سره په مرکه کې وويل، د دې غونډې د صنعتي او سوداګريزې برخې ګډونوال به د نړيوالې روغتيا، د انرژيو د جوړښت د بدلون او د ډيجټالي چارو پر اجنډا بحثونه وکړي. نوموړې زياته کړه، چين د ډيجټالي اقتصاد او دواملرونکي پرمختګ په برخو کې د پام وړ برياليتوبونه پيدا کړي او د خپل پرمختګ له لارې يې نورو هېوادونو، په تېره بيا پرمختيايي هېوادونو ته فرصتونه برابر کړي او کوي يې.

سيندا کامډاني په دې مرکه کې وویل: «د نوښت، ټولشموليت او همکاريو پياوړتيا» د شلو هېوادونو ډلې د روان کال د صنعتي او سوداګريزې سرمشريزې غونډې اصلي موضوع ده او زرغون اصلاحاتو، ټولشموله پرمختګ او عادلانه طبي خدمتونو ته دې لومړيتوب ورکړل شي. نوموړي زياته کړه، چې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په ۲۰۱۶م کال کې د شلو هېوادونو ډلې د هانګجو په سرمشريزه غونډه کې وړانديز وکړ، چې د نوښت، ورخلاصون، وصل او ټولشموليت په بڼه د نړيوال اقتصاد د ابادولو لپاره دې هڅې وشي. دغه وړانديز تر اوسه لا هم مهم ارزښت لري، د نړۍ د اقتصادي ورخلاصون او د نوښت د همکاريو د تحريک لپاره ګټور دی او په دې برخو کې مثبت رول لوبولای شي، چې د بېلا بېلو کچو اقتصادي ځواکونه د ټېکنالوژيک نوښت له لاسته راوړنو څخه ګټې واخلي او پرمختيايي هېوادونه او منځنۍ او کوچنۍ تصدۍ د نړيوال ارزښت په ځنځير کې ژور ګډون وکړي.

سيندا په دې نظر ده، چې د چين وړانديز د شلو هېوادونو د دغې صنعتي او سوداګريزې سرمشريزې غونډې د بحثونو له اصلي موضوعاتو سره سمون لري. هغې وويل، نوښت د نړيوال اقتصاد د بيا سمسورتيا او پرمختګ کلي ده. د کرونا وبا د سوداګرۍ پر عنعنوي برخې ډېرې اغېزې کړي، دغه راز بېلا بېل هېوادونه بايد نوښتونه ومومي. د شلو هېوادونو ډلې صنعتي او سوداګريزه سرمشريزه غونډه به د دې ډلې غړي وهڅوي، چې د ساينس، ټېکنالوژۍ او نوښت ارزښت ته په لا درنه سترګه وګوري.

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ۲۰۱۳م کال په سپتمبر کې له قزاقستان څخه د ليدنې پر مهال د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند د ګډې ابادۍ پېشنهاد وړاندې کړ او د همدې کال په اکتوبر کې يې په اندونيزيا کې د ۲۱مې پېړۍ د ورېښمو سمندري لارې د ګډې ابادۍ پېشنهاد وکړ. د يو کمربند او يوې لارې ابادي اوس د نړيوالو همکاريو تر ټولو پراخه او لويه صحنه ګرځېدلې ده . سيندا وويل، د يو کمربند او يوې لارې پېشنهاد د برخوالو هېوادونو اقتصادي پرمختګ هڅولی، زياتو پرمختيايي هېوادونو ته يې د پرمختګ فرصتونه برابر کړي او د بېلا بېلو هېوادونو د راکړې ورکړې د پياوړتيا لپاره يې ډګر برابر کړی دی.

له تېرو څو کلونو راهيسې د چين او اندونيزيا ترمنځ د اقتصاد، سوداګرۍ او پانګونې همکاريو چټک پرمختګ کړی. د شمېرنې له مخې، چين په تېرو څو کلونو کې د اندونيزيا لومړی لوی سوداګريز ملګری، د وارداتو سرچينه او د صادراتو بازار دی او هم په اندونيزيا کې دوهم لوی پانګه اچوونکی هېواد دی. سيندا وويل، چين د بېلا بېلو خواوو لپاره مهم بازار برابر کړی او پرمختيايي هېوادونو ته يې د وارداتو د زياتوالي او اقتصادي پرمختګ فرصتونه رسولي دي.

سيندا څو ځلې له چين څخه ليدنې کړې او د دغه هېواد د اقتصادي او ټولنيزو لاسته راوړنو په اړه يې ژورې خاطرې لري. هغې وويل، چين د نړيوال اقتصاد د بيا سمسورتيا په برخه کې مهم رول لوبولی او نړۍ د چين لا زياتو همکاريزو پېشنهادونو ته سترګې په لار ده.