چين او اسيان ګډه اعلاميه خپره کړه
CMG2022/11/13 14:52:52
شريکول:

د چين او اسيان ۲۵مه سرمشرېزه غونډه د نومبر په ۱۱مه نېټه د کمبوديا په پلازمېنه پنوم پنه کې تر سره شوه او په کې د چين او اسيان د ګډ دوامدار پرمختګ د پياوړتيا په هکله ګډه اعلاميه تصويب شوه.

په دغه اعلاميه کې ويل شوي، دواړو خواوو پرېکړه کړې، چې پرمختګ ته به لومړيتوب ورکړي، د ګډو بحثونو او ګډې ابادۍ له لارې به خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي، د چين او اسيان هراړخيزې ستراتيژيکې دوستانه اړيکې جوړې کړي، چې واقعي اهميت لري او د دواړو خواوو لپاره ګټورې وي، د سولې، ارامتيا، سمسورتيا او دواملرونکي پرمختګ هڅونه به وکړي.

په اعلاميه کې راغلي، دواړو خواوو پرېکړه کړې، چې د بنسټيزو تاسيساتو په ابادۍ کې به همکارۍ پياوړې کړي، د دواړو خواوو ترمنځ د راکړو ورکړو سويه به لوړه کړي، د نړيوالو سفرونو، تجارت او د کسانو د تګ راتګ چارو ته به اسانتياوې برابرې کړي.

په اعلاميه کې زياته شوې، چې د پاکې انرژۍ د ټېکنالوژۍ د څيړنې او کارونې او د زرغون پرمختګ چارو کې د پانګونې په برخو کې به د چين او اسيان همکارۍ پياوړې شي، د انرژيو د جوړښت د بدلون او د صنعتي چارو د جوړښت لوړتيا هڅونه به وشي، د چين او د اسيان د پاکې انرژۍ د همکاريو مرکز به جوړ شي او د ټيټ کاربن په ايستنې سره به اقتصادي او د دواملرونکي پرمختګ رامنځته شي.