چين غواړي د اسيان او چين، جاپان او کوريا جمهوړريت تر منځ همکاريو ته نوې انرژي ور وبښي
CMG2022/11/13 14:53:43
شريکول:

د چين صدراعظم لي که چيانګ د نومبر په ۱۲مه نېټه د کمبوديا په پلازمېنه پنوم پنه کې د اسيان او د چين، جاپان او کوريا جمهوريت په ۲۵مه سرمشرېزه غونډه کې د ګډون په وخت کې پر دې ټينګار کړی، چې د چين دروازه به لا لويه او پرانيستې وي. چين غواړي د ځان د پرمختګ له لارې د نړۍ بېلا بېلو هېوادونو ته نوي فرصتونه برابر او د اسيان او د چين، جاپان او کوريا جمهوريت تر منځ همکاريو ته نوې انرژي ور وبښي.

لي که چيانګ پنځه وړانديزونه وکړل:  لومړی د سيمه ييز اقتصاد د يو ځايښت بهير دې وساتل شي، دويم د توليد او د عرضې ځنځيرونه دې ثابت وساتل شي، درېيم له بحرانونو سره د مقابلې توان دې پياوړی شي، څلورم د مختلفو خواوو تر منځ دې فرهنګي تبادلې پياوړې شي، پنځم د دواملرونکي پرمختګ لپاره دې هڅونه وشي.

په ياده غونډه کې برخوالو مشرانو وويل، چې بېلا بېلې خواوې دې يووالی ټينګ کړي، په بېلا بېلو ساحو کې دې همکارۍ زياتې کړي، د سيمې د يو ځايښت هڅونه دې وکړي، له نړيوالو ننګونو سره دې په ګډه مقابله وکړي او د اسيان او د چين، جاپان او کوريا جمهوريت د همکاريو هڅونه دې وکړي.