د چين صدراعظم لي که چيانګ د نومبر په ۱۲مه نېټه د کمبوديا په پلازمينه پنوم پنه کې د پيسو نړيوال صندوق له مشرې کريسټالينا ګيورګيوا سره وکتل.
لي که چيانګ وويل، بېلا بېل هېوادونه بايد د اوسنيو ننګونو په وړاندې همکارۍ او د عمومي اقتصادي تګلارو د جوړولو په ترڅ کې خپلمنځي همغږۍ پياوړې کړي، د نړيوال اقتصاد ثبات دې وساتي او د اقتصاد د کمزورتيا مخه دې ونيسي.
د پيسو نړيوال صندوق مشرې کريسټالينا ګيورګيوا وويل، چې د کرونا وبا د خپرېدو په پيل کې د چين عمومي تګلارې سمې وې او په دې وروستۍ موده کې د چين نوې عمومي تګلارې معقولې او اغيزمنې دې. دغه صندوق غواړي له چين سره همکارۍ پياوړې کړي.