لي که چيانګ د ملګرو ملتونو له سرمنشي سره وکتل
CMG2022/11/14 14:40:52
شريکول:

د چين صدراعظم لي که چيانګ پر ځايي وخت د نومبر د ۱۳مې نيټې له غرمې وروسته د کمبوډيا په پلازمينې پنوم پنه کې د ملګرو ملتونو له سرمنشي انټونيو ګوټريش سره کتلي دي.

لي که چيانګ په خپلو خبرو کې ملګري ملتونه د څو اړخيزم د ساتنې تر ټولو مهم ارګان بللی او ويلي يې دي، چې د نړۍ ټول هېوادونه بايد په اوسنيو حالاتو کې د څو اړخيزم ساتلو لپاره د ملګرو ملتونو منشور او اصول وساتي او د نړيوالو چارو د حلولو په پار باید د دغه نړيوال سازمان مقتدر رول پياوړی کړي.

نوموړي د انټونيو ګوټريش په مشرۍ د ملګرو ملتونو د نويو لاسته راوړنو ستاينه کړې او له دغه سازمان سره د همکاريو پياوړتيا، له بېلا بېلو خواوو سره د ملګرو ملتونو د منشور او اصول، د نړيوالو قوانينو د اصول او نړيوال عدالت د ساتنې په پار يې خپلې نظريې څرګندې کړې دي.

لي که چيانګ زياته کړې، چين غواړي له ملګرو ملتونو سره نژدې همغږي وساتي او په پرمختيايي هېوادونو کې د اقتصاد د ثابت او سالم پرمختګ او د اقليمي بدلون د مسئلو حلولو په چارو کې ورڅخه دوامدار ملاتړ وکړي.

انټونيو ګوټريش په خپلو خبرو کې د چين او ملګرو ملتونو همکارۍ د څواړخيزم مهم بنسټ بللی او ويلي يې دي، چې  دغه سازمان د څو اړخيزم د ساتلو، د اقليمي بدلون سره د مقابلې او د دواملرونکي پرمختګ په چارو کې د چين ملاتړ ستايي او هېله يې ښودلې، چې له چين سره همکارۍ نورې هم پياوړې کړي.