د شلو هيوادونو ډلې (G20) د ۲۰۲۲م کال د صنعت او سوداګرۍ مشريزه غونډه د نومبر په ۱۳مه نېټه د اندونيزيا په بالي ټاپو کې پرانيستل شوه او دوه ورځې به دوام ولري.
ياده غونډه د شلو هيوادونو ډلې (G20) تر ميکانيزم لاندې مهم فعاليت بلل کیږي.
د دې غونډې کابو دوه زره ګډونوال به د سرچېنو د دوامدار پرمختګ، د کاربن د ايستنې د کمښت، د تخنيکي نوښت له لارې د اقتصادي پرمختګ د پياوړتيا او د انرژۍ د اصلاحاتو په اړه بحثونه او نظر تبادلې وکړي.