په اندونیزیايي او تايلندي ژبو ((د شي جين پينګ خوښ کلاسيک اثار)) پروګرام د خپرېدو مراسم ترسره شول
CMG2022/11/14 22:28:58
شريکول:

 

د ځانګړي پروګرام (( د شی جين پينګ خوښ کلاسيک اثار)) د اندونيزيايي او تايلنډي ژبو بڼو او د مستند فلم (( د چين نوی مزل)) د زياتو ژبو بڼو د خپرېدو مراسم د نومبر په ۱۴مه نېټه په بېجينګ کې تر سره شول. نوموړي پروګرامونه د چين ميډيا ګروپ له خوا جوړ شوي.

د چين ميډيا ګروپ مشر شن های شيونګ په دغو مراسمو کې ګډون او وينا وکړه. د اندونيزيا، تايلنډ، کمبوديا، هند، لاوس، نايجريا، پاکستان، سريلانکا او ترکيې د دولتي تلويزيونونو او عمده خبري رسنيو مسوولينو په انلاين ډول په دغو مراسمو کې ګډون وکړ.

شن های شيونګ په خپله وينا کې هيله ښودلې، چې ځانګړی پروګرام (( د شی جين پينګ خوښ کلاسيک اثار)) د اندونيزيا او تايلنډ خلکو ته د چين د تاريخ، اوسني وضعيت او راتلونکي په اړه لا زيات معلومات ورکړي او د چين او اندونيزيا، د چين او تايلنډ ترمنځ د اړيکو د پرمختګ لپاره خدمت وکړي.

نوموړي زياته کړې، چې مستند فلم (( د چين نوی مزل)) د چين ميډيا ګروپ او د ۸ هېوادونو د تلويزيونونو په همکارۍ جوړ شوی او په زياتو ژبو ژباړل شوی. دغه فلم به بهرنيو کتوونکو ته د چيني شکله عصري کېدو په اړه خوندورو کيسې وړاندې کړي.