شي جين پينګ: د چين او امريکا ترمنځ اړيکې دې د سالم پرمختګ مناسب مدار ته راوګرځي
CMG2022/11/14 19:56:42
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر د ۱۴مې نېټې په ماسپښين د اندونيزيا په بالي ټاپو کې د امريکا له ولسمشر جو بايډن سره وکتل.

شي جين پينګ په دې ليدنه کې ويلي، چې د چين او امريکا ترمنځ د تماس له پيل او رسمي اړيکو له ټينګېدو څخه تر نن ورځې پورې څه باندې پنځوس کاله تير شوي او په دې بهير کې د پرمختګ لوړې او ژورې شتون لري او دواړو هېوادونو ترې تجربې او هم درسونه اخيستي دي. د چين او امريکا د اوسنيو اړيکو وضعيت د دواړو هېوادونو او د دواړو هېوادونو د خلکو له اصلي ګټو او هم د نړيوالې ټولنې له هيلې سره سمون نه لري. شي جين پينګ له جو بايډن وغوښتل، چې دواړه خواوې د چين او امريکا د مشرانو په توګه د دواړو هېوادونو د اړيکو په پرمختګ کې لارښوونکی رول ولوبوي، د دواړو هېوادونو د اړيکو د پرمختګ مناسب لوری دې روښانه کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې لوړې کړي.

شي جين پينګ ويلي، چې نړيواله ټولنه دې ته سترګه په لار ده، چې چين او امريکا د خپلمنځي اړيکو په اړه مناسب سلوک غوره کړي. هغه زياته کړې، چې دواړه خواوې بايد له بېلا بېلو هېوادونو سره نړۍ ته د سولې د پياوړتيا هيله ورکړي، نړيوالو ته دې د نړيوال ثبات ټينګ باور ور کړي او د ګډ پرمختګ لپاره دې خوځنده ځواک برابر کړي.

شي جين پينګ هيله ښودلې، چې له جو بايډن سره په صميمي توګه د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو پر ستراتيژيکو مسئلو او نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو په اړه د نظريو تبادلې وکړي، د سالم او ثابت پرمختګ مدار ته د دواړو هېوادونو د اړيکو د ستنېدو لپاره ګډې هڅې وکړي او دواړو هېوادونو او نړۍ ته ګټې ورسوي.